میزان 14, 1404 17:14 Asia/Kabul
  • کابل ته د آلماني پلاوي سفر

د رسنیو د راپورونو له مخې د آلمان د کورنیو چارو وزارت یو پلاوی افغانستان ته راغلی ترڅو د مجرمو افغان کډوالو د بیرته ستنیدو په اړه د سرپرست حکومت له چارواکو سره خبرې وکړي.

آلماني رسنیو راپور ورکړی چې پلاوي جرمني څخه افغانستان ته د مجرمو افغان کډوالو د لیږد په اړه د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت له مرستیال محمد نبي عمري سره خبرې کړې دي.تر اوسه پورې د سرپرست حکومت چارواکو کابل ته د آلماني پلاوي د سفر په اړه غبرګون نه دی ښودلی.په همدې حال کې د سرپرست حکومت بهرنیو چارو وزارت مخکې د کابل او برلین ترمنځ د سیاسي تعاملاتو پراختیا څخه رضایت څرګند کړی و.