د افغانستان په تړاو د مسکو څلور اړخیزه غونډه
میزان 14, 1404 17:12 Asia/Kabul
د افغانستان په اړه د پاکستان، ایران، روسیې او چین لوړ پوړو استازو په مسکو کې یوه غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د افغانستان د وضعیت، سیمه ییز امنیت، ترهګرۍ سره د مبارزې او سرحدي همکارۍ په ګډون په مسلو بحث وشو.ویل کیږي چې په دې غونډه کې ګډون کوونکو څلورو هیوادونو په افغانستان کې د هر ډول بهرني پوځي اډې د جوړولو په وړاندې خپل ګډ دریځ بیا تایید کړی دی.مخکې له دې، د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې په څنډه کې، دغو هیوادونو افغانستان ته د امریکا د راستنیدو هر ډول پریکړه غیرقانوني بللې وه او مخالفت یې کړی و.