افغانستان کې د ماتې په اړه د ټرامپ څرګندونې
میزان 14, 1404 17:09 Asia/Kabul
ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې امریکا کولای شوای په افغانستان کې بریالۍ شي، خو سیاسي پریکړو د دغه هیواد ستراتیژیک فرصتونه له منځه وړي دي.
ټرمپ په ورجینیا کې د امریکا د سمندري ځواکونو د تاسیس د دوه سوه پنځوسمې کلیزې په مناسبت په خپله وینا کې د بګرام هوايي اډې اهمیت هم روښانه کړ، او د هغې بیرته نیول یې یو ستراتیژیک امر وباله.هغه خبرداری ورکړ چې که چېرې د یادې آډې کنترول امریکا ته ونه سپارل شي د افغانستان او سیمې د راتلونکي لپاره به جدي پایلې ولري.