میزان 13, 1404 17:12 Asia/Kabul
  • د هیواد زلزله ځپلو سیمو کې د سرپناه او خوړو کمښت

د هیواد په ختیځ کې د مرګوني ځمکرېږد وروسته په زرګونو کورنۍ بې کوره شوي دي چې اوس د سړې هوا په رارسیدو سره د خوړو او سرپناه له کمښت سره مخ دي.

د سره صلیب د فدراسیون د اعلان له مخې د افغانستان په ختیځ کې د ویجاړونکو زلزلو وروسته په کونړ ولایت کې له یوولس زره څخه ډیر خلک په خیمو او لنډمهاله ځایونو کې ژوند کوي.دغه بنسټ اعلان وکړ چې له یو نیم میلیون څخه ډیر خلک په مستقیم او غیر مستقیم ډول دې طبیعي ناورین څخه اغیزمن شوي دي.دغه بنسټ وویل چې د ځمکرېږد قربانیانو سره د مرستې لپاره د اړتیا وړ یو دیرش ملیون ډالرو یوازې دریمه برخه چمتو شوې ده، او که چیرې بودیجه چمتو نشي، نو د مرستې بهیر به له ناورین سره مخ شي.