کابل کې د ایران د سرپرست سفیر اقتصادي سلامشورې
میزان 13, 1404 17:12 Asia/Kabul
په کابل کې د ایران سفارت ویلي چې د دغه سفارت چارسمبالي د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د اقتصادي چارو رییس او د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو له عمومي رییس سره ولیدل.
د یاد سفارت سرپرست علي رضا بیکدلي د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د اقتصادي چارو له مشر محمد ابراهیم حکمت او د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو له عمومي رییس شفیع اعظم سره ولیدل.علي رضا بیکدلي دوه اړخیزو تاریخي او کلتوري اړیکو ته په اشارې سره د کانونو، تیلو، کرنې او څارویو په سکتورونو کې د ګډې پانګونې لپاره وړاندیزونه وکړل او په افغانستان کې د اقتصادي زیربناوو د پراختیا لپاره د ایران د خصوصي سکتور چمتووالی یې اعلان کړ.