میزان 13, 1404 17:10 Asia/Kabul

د ښوونکي نړیوالې ورځې سره همهاله پداسې حال کې چې دا ورځ په تیرو کلونو کې په افغانستان کې لمانځل کیده، سږ کال هرات کې د سرپرست حکومت د پوهنې ریاست خصوصي او دولتي ښوونځیو ته امر کړی چې د دې ورځې له لمانځلو او په هغې د پیسو له لګولو ډډه وکړي.