میزان 13, 1404 17:08 Asia/Kabul
  • د فلسطین پر ملاتړ د پاکستاني پوځ ټینګار

د پاکستان د پوځ ویاند د اسراییلو په وړاندې د هر ډول نرمښت په ردولو سره ټینګار وکړ: پاکستان د فلسطینیانو په ملاتړ په خپله اصولي پالیسي ولاړ دی او د صهیونیستي رژیم په رسمیت پیژندلو هوډ نه لري.

د ټرمپ د شل مادو پلان او صهیونیستي رژیم سره د جوړجاړي پلان د پرمختګ امکان ته په اشارې سره، د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چوهدري وویل: د پاکستان په اصولي پالیسي کې هیڅ بدلون نه دی راغلی او موږ اسراییل په رسمیت نه پیژنو.د پاکستان د پوځ ویاند ټینګار وکړ: موږ د اسراییلو مشروعیت نه منو او په دې اړه په داخلي توګه هیڅ نظر نشته. تر هغه چې فلسطینیان خپل حق ترلاسه نه کړي، کوم چې د یو خپلواک فلسطیني دولت جوړول دي، د اسراییلو په اړه به هیڅ خبرې ونشي، او دا د پاکستان د حکومت ثابت دریځ دی.