د هند لخوا د تاوتریخوالي زیاتېدو ته د پاکستان خبرداری
میزان 13, 1404 17:07 Asia/Kabul
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف خبرداری ورکړی چې که چیرې د نوي ډیلي له خوا کوم پوځي اقدام وشي، نو هند به "د خپلو جنګي الوتکو د کنډوالو لاندې ښخ شي".
د "هندي د امنیتي چارواکو د پاروونکو څرګندونو" په ځواب کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف په ایکس کې لیکلي چې د هند سیاسي او پوځي مشران هڅه کوي خپل له لاسه ورکړی اعتبار بیرته ترلاسه کړي، خو خبرداری یې ورکړ چې تکراري نښتې به پاکستان ته ګټه ورسوي.تر دې مخکې د پاکستان پوځ د هندي امنیتي چارواکو د ورته څرګندونو په ځواب کې خبرداری ورکړی و چې "پاروونکو او جنګیالیو څرګندونئ" کولی شي د تیري لپاره لاره هواره کړي او ویجاړونکي پایلې ولري.