میزان 13, 1404 16:55 Asia/Kabul
  • د افغانستان او بنګلادېش ترمنځ درېیمه شل اووریزه لوبه

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له بنګلدېش سره په دریمه شل اووریزه سیالۍ کې مخامخ شي.

دا لوبه د کابل د ماښام په اووه بجو د شارجې د کرکټ په لوبغالي کې په پام کې ده. د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه مخکینۍ شل اووریزې لوبې دواړه بنګلدیش ګټلې دي.افغانستان او بنګلدیش به د لوبو په دې لړۍ کې پر شل اووریزو لوبو سربېره درې یوورځنۍ لوبې هم وکړي. دا سیالۍ د اکتوبر په اتمه پیلېږي او د اکتوبر تر څوارلسمې پورې دوام کوي.