د بګرام اډې سپارلو په اړه د سرپرست حکومت غبرګون
میزان 12, 1404 17:23 Asia/Kabul
د هغو ادعاوو له خپرېدو وروسته چې د بګرام هوايي اډه به امریکا ته وسپارل شي، یوه لوړ پوړي دولتي چارواکي دا راپورونه رد کړل. د بهرنیو چارو وزارت مالیې او ادارې مرستیال محمد نعیم وویل چې دا ادعاوې د تیر حکومت د ناکامو شخصیتونو لخوا ناروغ تبلیغات دي.