میزان 12, 1404 17:20 Asia/Kabul
  • د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزې همکارۍ ډيروالی

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي رضا بیکدلي وايي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي همکارۍ مخ په زیاتېدو دي.

بیکدلي د چابهار بندر پر وړاندې د امریکا بندیزونو ته په اشارې سره دا هم اعلان وکړ چې دغو بندیزونو نه یوازې منفي اغیزه نه ده کړې، بلکې د ایران اراده یې پیاوړې کړې چې د ټرانزیټ ظرفیتونو څخه ډیره ګټه پورته کړي.هغه زیاته کړه چې د زیربناوو بشپړول او د ریل پټلۍ پیاوړتیا چابهار بندر څخه د ښه ګټې اخیستنې لپاره روانه ده.هغه دا هم وویل چې دواړه خواوې هڅه کوي چې د شته ظرفیتونو په کارولو سره د توکو د لیږد بهیر ګړندی کړي.بیکدلي ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت افغانستان ته یوازې د بازار په توګه نه ګوري، بلکې د یو ګاونډي او ورور هیواد په توګه ګوري او زموږ اقتصادي اړیکو سره علاقه لري چې په دې هیواد کې د اقتصادي ودې او د ژوند ښه کولو لامل کیږي.