د اسوشیتدپرس ادعا ته د ذبیح الله مجاهد غبرګون
میزان 10, 1404 17:34 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې چې په ایکس کې خپره شوې، د انټرنیټ بندیدو په اړه د اسوشیټیډ پریس ادعا په بشپړ ډول ناسمه او بې بنسټه وبلله.
هغه وویل چې که چیرې پدې اړه دریځ شتون ولري، نو دوی به یې د خپلو رسمي ادرسونو له لارې اعلان کړي نه د بهرنیو چینلونو له لارې.پرون یو شمیر رسنیو د ذبیح الله مجاهد له قوله په افغانستان کې د انټرنیټ بندیدو په اړه معلومات ورکړل او وویل چې دا اقدام د تخنیکي ستونزو د حل او د خدماتي وضعیت ښه کولو لپاره شوی دی.په ځانګړي توګه اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د سرپرست حکومت د ویاند له قوله ویلي چې دا ستونزه به ډیر ژر حل شي