میزان 10, 1404 17:32 Asia/Kabul
  • د غوره زده کوونکو لپاره د ځانګړی ښونځی جوړول

د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دوی به په ټول افغانستان کې د غوره زده کونکو لپاره په کابل کې یو ښوونځی جوړ کړي.

دا ښوونځی د "سید جمال الدین نمونوي" په نوم نومول کیږي او د اووم څخه تر نهم ټولګي پورې زده کونکي به پدې ښوونځي کې شامل شي.د پوهنې وزارت وویل چې تر دې دمه شاوخوا دوه سوه غوره زده کونکي په دې ښوونځي کې د داخلې لپاره منظور او شامل شوي دي.ویل کیږي چې د هغو زده کونکو شمیر چې پدې ښوونځي کې به شامل شي شپږ سوه وي.د دې ادارې مطبوعاتي اعلامیه وايي چې دا لیسه به په ټولو عصري معیارونو او اسانتیاوو سمبال وي او په نږدې راتلونکي کې به خپل کار پیل کړي.دا ښوونځی به د غوره نارینه زده کونکو لپاره جوړ شي. د دغه ښوونځي د جوړولو لپاره د اړتیا وړ بودیجې په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.