میزان 10, 1404 17:30 Asia/Kabul
  • د کرنې برخه کې د همکارۍ لپاره د افغانستان او ایران لیوالتیا

په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت سرپرست وايي چې د ایران خصوصي سکتور کولی شي د افغانستان د کرنې او مالدارۍ زیربنا په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.

د ایران د سفارت د رسنیو دفترنن پنجشنبه په یوه بیان کې د کابل د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو نندارتون په څنډه کې د سفارت د سرپرست له قوله لیکلي چې د کرنې او مالدارۍ سکتور کې د ایران او افغانستان ترمنځ ګډه همکاري به ډیره ګټوره وي.د ایران د سفارت سرپرست په وینا افغانستان اړتیا لري چې سړې خونې، حلال ځای، د کرنیزو ماشینونو تولید، د اوبو لګولو وسایل، د محصولاتو پروسس او بسته بندۍ جوړ کړي.د یادونې وړ ده چې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو دریدیرشم نندارتون د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لخوا په کابل کې ترسره شو.دا نندارتون د "د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکتورونو کې پانګونه د هیواد د اقتصاد د ودې او پرمختګ لپاره ترټولو ډاډمنه لاره ده" تر شعار لاندې ترسره شو.