اسلام آباد کې د سرپرست حکومت د مخالفانو غونډه
د افغانستان د سرپرست حکومت مخالفو سیاسي شخصیتونو په ګډون یوه سیمه ییزه غونډه د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې دوام لري.
نن د افغانستان او پاکستان استازو د سیمه ییزو ننګونو د حل ، د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړتیا، باور رامینځته کولو او د خلکو په محور حل لارو باندې بحث او سلامشورې وکړې.په لومړۍ ورځ ګډونوالو د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او په افغانستان کې د ډیموکراټیکو ځواکونو ترمنځ د ګډو اهدافو او اصولو په اړه د همغږۍ او اجماع د رامینځته کولو په لارو چارو بحث وکړ.دوی سیمه ییزې ننګونې په ګوته کړې او د مشروع حکومت نشتوالی یې د افغانستان او سیمې لپاره یو جدي ګواښ وباله.د غونډې تنظیموونکي د دې غونډې د ترسره کولو هدف د باور، سیمه ییزې همکارۍ د پیاوړتیا او د افغانستان د سیاسي راتلونکي لپاره د لارو چارو لټول او همدارنګه د باور او متقابل تفاهم د رامینځته کولو لارې چارې بولي.