میزان 08, 1404 16:33 Asia/Kabul
  • افغانستان کې د انساني قاچاق په اړه اندېښنه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل وروستي راپور کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې بې ثباتۍ د انساني قاچاق ، په ځانګړې توګه د مذهبي لږکیو، ماشومانو او ښځو لپاره، جدي شرایط نور هم خراب شوي دي.

د راپور له مخې مذهبي لږکیان له جدي ګواښ سره مخ دي او د قاچاق او ناوړه ګټه اخیستنې خطر په بې ساري ډول زیات شوی دی.په راپور کې دا هم یادونه شوې چې زرګونه افغانان چې له پاکستان او ایران څخه هیواد ته ستانه شوي دي د نامناسب اقتصادي شرایطو له امله د قاچاق له خطر سره مخ دي.دا په داسې حال کې ده چې د کابل چارواکو تل د هیواد په پولو کې انساني قاچاق سره د مبارزې خبره کړې او په دې وروستیو ورځو کې یې د دې مسلې په تړاو لسګونه کسان نیولي دي.