میزان 08, 1404 16:32 Asia/Kabul
  • د بلوچستان ایالت مرکز کوېټه ښار کې بمي چاودنه

د پاکستان خبري سرچینو راپور ورکړی چې د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د بمي چاودنې له امله لږ تر لږه دولس کسان وژل شوي او له دېرشو څخه زیات نور ټپیان دي.

په کوټه کې پولیسو خبریالانو ته وویل چې چاودنه نن د سرحدي امنیتي ځواکونو مرکزي دفتر ته نږدې وشوه.په کوټه کې روغتونونه د تیارسۍ په حال کې دي او ویل کیږي چې د قربانیانو شمیر به ډیر شي.پاکستان ادعا وکړه چې دا برید د هند په امر د ټي ټي پي لخوا ترسره شوپرون، د پاکستان په شمال لویدیځ کې د جنوبي وزیرستان په سیمه کې د بمي چاودنې له امله نهه سرتیري ووژل شول.