خپلو سیالانو ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر لیک
میزان 07, 1404 17:00 Asia/Kabul
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د نورو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته په یوه لیک کې د امریکا او اروپا دا اقدام رد کړ او وویل چې د ختم شویو پریکړه لیکونو د بیا ژوندي کولو لپاره هیڅ قانوني اقدام نه دی شوی.
په لیک کې راغلي چې دغو هیوادونو هڅه کړې چې نړیوال قانون له پامه وغورځوي او د ملګرو ملتونو له نوم څخه ناوړه ګټه پورته کړي.په دې لیک کې سید عباس عراقچي د امریکا او دریو اروپایي هیوادونو ادعا چې د امنیت شورا د پای ته رسیدو پریکړه لیکونه د ماشې میکانیزم له لارې بیرته را ژوندي کړي غیرقانوني وبلل.هغه وویل چې د امریکا، بریتانیا، فرانسې او جرمني ادعاوې هیڅ قانوني اساس یا اعتبار نلري.