میزان 07, 1404 17:00 Asia/Kabul
  • چابهار بندر کې د هند د اقتصادي فعالیتونو دوام

د هند اقتصادي څېړونکي وايي چې د ایران د چابهار بندر په اړه د امریکا له بندیز سره سره په یاد بندر کې خپلو اقتصادي فعالیتونو ته دوام ورکوي.

دوی وايي چې دا بندر د هند او مرکزي او لویدیځې آسیا ترمنځ د ستراتیژیکو سوداګریزو دروازو څخه یو دی، او نوی ډیلي د بندر پانګونې او پراختیا ته دوام ورکوي.د هند پارلماني پلاوي هم د چابهار بندر د پراختیا پلان لپاره په خپل دوامداره ملاتړ ټینګار کړی دی.د هند د پارلماني پلاوي مشر ټینګار وکړ چې هند د پروژې ملاتړ ته دوام ورکوي او دا مسله به د هیواد په پارلمان کې تعقیب کړي، ځکه چې دا پروژه د هند اقتصاد لپاره خورا مهمه ده او د چابهار له لارې د منځنۍ آسیا سیمې ته لاسرسی د هغې لپاره مهم دی.