میزان 07, 1404 16:57 Asia/Kabul
  • آسیا جام کې د هند کرکټ ملي ټیم اتلولي

د پاکستان له ماتې او د اسیا جام له ګټلو وروسته د هند د کرکټ ملي لوبډلې پاکستاني چارواکي څخه د اتلولۍ کپ ترلاسه کولو څخه ډډه وکړه.

د سیالۍ له پای ته رسیدو وروسته، د آسیا د کرکټ شورا رییس او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د اتلولۍ جام وړاندې کولو لپاره وټاکل شول خو د هند لوبډلې له هغه څخه د کپ ترلاسه کولو څخه ډډه وکړه.د هند د کرکټ بورډ منشي له رسنیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې دا هیواد یاد کس څخه د اتلولۍ کپ او مډالونو ترلاسه کولو څخه انکار وکړ؛ خو دا پدې معنی ندي چې پاکستان کولی شي کپ او مډالونه له ځانه سره یوسي.په آسیا جام کې د هند او پاکستان لوبه ډیره سخته وه او د سیالۍ په اوږدو کې د دواړو خواوو لوبغاړو د لاسونو له ورکولو څخه ډډه وکړه.خو د هند د کرکټ ملي لوبډلې د اتلولۍ کپ پرته د اتلولۍ په ځای کې ولاړه وه، او د دې هیواد خلکو هم په بیلابیلو ښارونو کې د خپلې ملي لوبډلې بریا ولمانځله.