میزان 06, 1404 17:01 Asia/Kabul

د وحدت جام فوټسال سیالۍ دوهم پړاو په مشهد کې د میشتو افغان کډوالو د شپاړسو ټیمونو په ګډون سره خپل وروستي پړاو ته رسیدلې ده. دا سیالۍ چې د کډوالو ځوانانو ترمنځ د خوښۍ، پیوستون او سپورت د ودې په موخه ترسره شوې وه، د غوره ټیمونو په معرفي کولو او د مینه والو په لیوالتیا سره پای ته ورسیده.