میزان 06, 1404 16:56 Asia/Kabul
  • د بندیزونو په اړه د ایران د بهرنیو چارو وزارت بیانیه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امنیت شورا او د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په یوه لیک کې د ایران پر وړاندې د نړیوالو بندیزونو بیا لګول غیرقانوني وبلل.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ته په یوه لیک کې یادونه وکړه چې امنیت شورا د ایران پر وړاندې د بندیزونو د بیا لګولو په اړه د دریو اروپایي هیوادونو د نیمګړو لیکونو پر بنسټ عمل نشي کولی، او د ملګرو ملتونو هیڅ غړی مکلف نه دی چې پخواني بندیزونه پلي کړي.په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي بیان کې ټینګار وکړ چې د امنیت شورا د دوه زره دوه سوه یو دیرش پریکړه لیک او د ایران د سوله ایز اټومي پروګرام په اړه په هغه کې شامل محدودیتونه باید په ټاکل شوې نیټه، یعنې د تلې میاشتې په شپږویشتمه نیټه لغوه وګڼل شي.