امیرخان متقي ته سره په کابل کې د پاکستان عالمانو پلاوي لیدنه
میزان 06, 1404 16:55 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د جماعت اسلام له پلاوي سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د اړیکو پراخول د دواړو هیوادونو خلکو ته ګټه رسولی شي.
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د پاکستان د جماعت اسلام له پلاوي سره په لیدنه کې وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په مختلفو کچو کې د پلاوي تبادله مهمه او رغنده ده.هغه د لسیزو راهیسې د افغان کډوالو کوربه توب له امله له پاکستان څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه: د دواړو هیوادونو ترمنځ مثبتې اړیکې د دواړو خواوو د خلکو په ګټه دي.د پاکستان د جماعت اسلام پلاوي د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو ښه والی د فرضي کرښې دواړو خواوو ته د خلکو د ژوند د کیفیت په ښه کولو کې ګټور وباله او هیله یې څرګنده کړه چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ موجوده ستونزې به حل شي.