میزان 05, 1404 17:26 Asia/Kabul
  • تشو څوکیو ته د بنیامین نتانیاهو وینا

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په اتیایمه غونډه کې د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د وینا له پیل سره همهاله ډیری دیپلوماتان د غونډې له تالار څخه ووتل او نوموړي خالي څوکیو ته وینا وکړه.

د ډیپلوماتانو دا اقدام د نتانیاهو او په غزه کې د جګړې او نسل وژنې په وړاندې د اعتراض په توګه ترسره شو.د اسراییلو ځینو رسنیو د نتانیاهو په فعالیت نیوکه وکړه او په ملګرو ملتونو کې یې د هغه وینا کمزورې او مغشوشه وبلله.حماس هم په یوه بیان کې وویل چې د نړیوالو استازو لخوا د نتانیاهو د وینا پراخه تحریم د نتانیاهو او د هغه د سرکش رژیم د نړیوال انزوا ژوروالی منعکس کوي.په غزه کې د حکومت د معلوماتو دفتر دا هم وویل چې په ملګرو ملتونو کې د نتانیاهو دروغ نشي کولی حقیقت تحریف کړي او ټوله نړۍ د اشغالګر رژیم وحشي طبیعت درک کړې ده.