غزه کې د اشغالګرو تازه جنایتونو کې د ۴۴ فلسطینیانو شهادت
میزان 05, 1404 17:25 Asia/Kabul
د غزې په تړانګه کې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو په دوام سره دغه رژیم یو ځل بیا د غزې په مختلفو سیمو کې ملکي وګړي شهیدان کړل.
د غزې په تړانګه کې روغتیايي سرچینو نن سهار څخه تر غرمې پورې په تړانګه کې د لږ تر لږه څلور څلویښتو فلسطینیانو د شهادت خبر ورکړ. له دې شمیرې څخه یوازې پنځه ویشت کسان په غزه ښار کې شهیدان شوي دي.په همدې حال کې لکه څنګه چې د غزې په تړانګه کې د صهیونیستي رژیم محاصره او جګړه دوام لري، آنروا اعلان وکړ چې د ارزونو له مخې، په غزه کې په تیرو شپو او ورځو کې په هرو دریو ماشومانو کې یوه یې خواړه نه دي ترلاسه کړي.