میزان 05, 1404 17:24 Asia/Kabul
  • هېواد کې د بهرنیو ځواکونو میشتېدنې سره د ۴ هیوادونو مخالفت

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان وکړ چې چین، روسیه، ایران او پاکستان په افغانستان کې پوځي اډو ته د بهرنیو ځواکونو د بیا ځای پرځای کولو مخالفت کوي او دا ډول اقدام د سیمې سولې او امنیت لپاره مضر ګڼي.

هغه د افغانستان په اړه د څلورو هیوادونو وروستۍ اعلامیه د افغانستان د خپلواکۍ او د هیواد د بیارغونې او ثبات لپاره د نړیوالې ټولنې د ګډې ارادې درناوی منعکس کوي.په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل چې د افغانستان په اړه سیمه ایز څلور اړخیزه ډله له نړۍ څخه غواړي چې افغان سرپرست حکومت سره تعامل وکړي.