میزان 05, 1404 17:20 Asia/Kabul
  • لبنان ته د ایران د ملي امنیت عالي شورا د منشي سفر

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي لاریجاني نن سهار لبنان ته سفر وکړ ترڅو د سید حسن نصرالله او سید هاشم صفی الدین د شهادت د کلیزې په مراسمو کې ګډون وکړي.

لاریجاني لبنان ته له رسیدو وروسته په یوه بیان کې وویل چې دا ټولو ته روښانه شوې ده چې صهیونیستي رژیم په هیڅ هیواد رحم نه کوي او د قطر پیښې دا په څرګنده توګه ښودلې ده.لاریجاني زیاته کړه چې اوس هغه خبرې چې شهید حسن نصرالله لسیزې دمخه کولې او په ځینو هیوادونو یې باور نه درلود ټولو ته روښانه شوې دي.د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي زیاته کړه چې نن ورځ مختلف هیوادونه د یو بل سره د همکارۍ لپاره د میکانیزم ښودلو په لټه کې دي، او دا یوه سمه طریقه ده چې موږ یې ملاتړ کوو.لاریجاني په دې سفر کې د لبنان لومړي وزیر او د جرګې له مشر لیدنه او خبرې اترې وکړې