میزان 05, 1404 16:27 Asia/Kabul
  •  بیروت کې د سید حسن نصرالله د شهادت لومړی تلین

د لبنان د حزب الله د پخواني سرمنشي سید حسن نصرالله د شهادت د لومړۍ کلیزې په مناسبت تېره شپه په بیروت کې د هغه د شهادت په ځای کې یاد غونډه وکړه.

دا مراسم د شهید د انځورونو پورته کولو، ډیوې روښانه کولو او د مقاومت له شعارونو سره مل وو.د سید حسن نصرالله د شهادت د کلیزې رسمي مراسم به نن ماسپښین په بیروت کې ترسره شي، او ټاکل شوې ده چې د حزب الله عمومي منشي شیخ نعیم قاسم وینا وکړي.د یادونې وړ ده چې د پنجشنبې په شپه زرګونه لبنانیان د بیروت په ساحل کې د الروشه ډبرې مخې ته راټول شول چې د بیروت یو له مهمو تاریخي اثارو څخه دی، ترڅو د سید حسن نصرالله د شهادت کلیزه ولمانځي. ډبره د سید حسن نصرالله او سید هاشم صفی الدین په انځورونو روښانه شوې وه.