میزان 03, 1404 16:19 Asia/Kabul
  • نیویارک کې د ګاونډیو هیوادونو له دریځ څخه د کابل هرکلی

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې سرپرست حکومت د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د مشرانو د هغو دریځونو چې په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان ملاتړ او لګول شویو بندیزونو په هکله یې وکړې هرکلی وکړ.

د سرپرست حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د دې عامه دریځونو هرکلی وکړ او وویل چې کابل د افغانستان د ثبات او پرمختګ په لور د سیمه ییزو او ګاونډیو هېوادونو د مثبتو دریځونو هرکلی کوي او دا ملاتړ د سیمې په کچه د اقتصادي او امنیتي پرمختګ لپاره یو مهم ټکی دی.د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په جریان کې د قرغیزستان، قزاقستان او ازبیکستان ولسمشرانو د افغانستان په شتمنیو د بندیزونو لرې کولو او د هیواد د اداره کولو په برخه کې د نړیوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه وکړه.