د ایران لوی استخباراتي لاسته راوړنه
میزان 03, 1404 16:18 Asia/Kabul
د ایران د استخباراتو وزیر په یوه ټلویزیوني وینا کې ایران ته د صهیونیستي رژیم د میلیونونو ارزښتناکو امنیتي اسنادو د بریالي لیږد اعلان وکړ.
د ایران د استخباراتو وزیر اسماعیل خطیب اعلان وکړ چې پدې اسنادو کې د صهیونیستي رژیم د وسلو پخوانۍ او روانې پروژې، د اټومي وسلو پروژې، امریکا او ځینو اروپایي هیوادونو سره ګډې پروژې، او همدارنګه د صهیونیستي رژیم د اداري جوړښت او د اټومي وسلو په اړه بشپړ معلومات شامل دي.اسماعیل خطیب زیاته کړه چې پدې اسنادو کې د اشخاصو د نومونو لیست او د دغه رژیم امنیتي ځایونو او اټومي تاسیساتو پورې اړوند معلومات له شخصي معلوماتو سره یوځای شامل دي.د ایران د استخباراتو وزیر د دې اسنادو په ترلاسه کولو کې د صهیونیستي رژیم د کارکوونکو پراخه همکاري هم اعلان کړه.