میزان 03, 1404 16:16 Asia/Kabul
  • د اوسپنې پټلۍ له لارې د لېږد رالېږد ډيروالی

د ټولګټو چارو وزارت وايي چې د روان کال د وږي میاشتې له پیل څخه تر پایه پورې د دغه وزارت د ریل پټلۍ له لارې څلور لک او شل زره میټریک ټنه توکي لیږدول شوي دي.

د ټولګټو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دوه لکه څلور نوي زره څلور سوه او یو اتیا ټنه توکي د حیرتان بندر، نوولس زره اته سوه او اووه نوي ټنه د آقینې بندر څلور پنځوس زره څلور سوه دوه شپیته ټنه د تورغونډۍ بندر او دوه پنځوس زره اته سوه شپیته ټنه د هرات خواف بندر له لارې وارد او صادر شوي دي چې په ټولیزه توګه څلور لکه یو ویشت زره او اووه سوه میټریک ټنه چې نفتي غیر نفتي او نور توکي پکې شامل دي هیواد ته وارد او صادر شوي دي.د مطبوعاتي اعلامیې له مخې په ټولیزه لیږدونو کې چې یوه برخه یې صادرات او ټرانزیټ دي چې په وږي میاشت کې نوولس سوه شپږ څلوېښت ټنه سوداګریز توکي صادر شوي، چې د صادراتو لویه برخه یې وچې میوې، د انارو جوس او وريجې دي.خبرپاڼه زیاتوي لکه څنګه چې د اورګاډي له لارې د ترانسپورت او صادراتو اندازه زیاتیږي، د کار فرصتونه به ډیر شي، ملي عاید به زیات شي، او د اقتصادي ثبات، پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره به لاره پرانیستل شي.