نیویارک ته د ایران د ولسمشر سفر
میزان 01, 1404 16:52 Asia/Kabul
د ایران ولسمشر نن سهار د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په اتیایمه غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته روان شو. په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر چې پرون نیویارک ته ورسید، د لرغونو تمدنونو په فورم کې د وینا په ترڅ کې په غزه کې د اشغالګرو پر دوامداره جرمونو نیوکه وکړه.