د رښتیني ژورنالیزم ، باخبره ولس او سالمې ټولنې ناسته
میزان 01, 1404 16:51 Asia/Kabul
د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا د "ریښتیني ژورنالیزم، باخبره ولس او سالمه ټولنه" تر سرلیک لاندې د خبریالانو ملي غونډه جوړه شوه.
د سرپرست حکومت د چارو ادارې عمومي رییس نورالحق انور په دې غونډه کې وویل چې خبریالان باید د ریښتیني ژورنالیزم اصولو ته غاړه کیږدي.هغه وویل چې رښتینی ژورنالیزم د ټولنې اړتیا ده او د خلکو ترمنځ د ښه ژوند لپاره په اصولي خبریالۍ یې ټینګار وکړ.د اقتصاد وزارت تخنیکي مرستیال عبداللطیف نظري هم په دې غونډه کې وویل چې که رسنۍ خلکو ته کره معلومات ونه رسوي، نو اوازې او بې بنسټه اوازې به د کره خبرونو ځای ونیسي.هغه زیاته کړه چې رسنۍ باید د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې هم خلکو ته کره معلومات ورکړي.دا په داسې حال کې ده چې په تیرو څلورو کلونو کې په افغان رسنیو پراخ بندیزونه لګول شوي دي.