میزان 01, 1404 16:47 Asia/Kabul
  • پاکستان ته د افغاني صادراتو ۵۰ سلنه ډیروالی

د پاکستان نیشن ورځپاڼې راپور ورکړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه د سږ کال په اګست کې یو سل او دري څلوېښت ملیون ډالرو ته رسیدلی.

د رسنیو د معلوماتو له مخې د اګست په میاشت کې د افغانستان صادرات د تیر کال د ورته مودې په پرتله پنځوس سلنه زیات شوی دی. دا شمیره د جولای په پرتله شپاړس سلنه ده.د راپور له مخې افغانستان ته د پاکستان صادرات دیارلس سلنه کم شوي چې له یو سل او دوه میلیون ډالرو څخه اته اتیا میلیون ډالرو ته رسیدلي دي.له افغانستان څخه د پاکستان د وارداتو زیاتوالی په عمده توګه د زردالو په وارداتو کې د پام وړ زیاتوالي له امله و.د یادونې وړ ده چې پاکستان د افغانستان یو له لویو سوداګریزو شریکانو څخه دی.