میزان 01, 1404 16:46 Asia/Kabul
  • د هیوادوالو لپاره د غیابي پاسپورټونو ورکولو لګښت کموالی

د احصایې او معلوماتو ادارې اعلان کړی چې د هغو هیوادوالو لپاره چې په بهر کې میشت دي د پېژندپاڼې ترلاسه کولو لګښت پرې کم شوی او دا بهیر به په شخصي توګه او د دوی د استوګنې اسنادو پر بنسټ ترسره شي.

د یادې ادارې د راپور له مخې په ګاونډیو هیوادونو کې میشت افغانان اوس کولی شي د پنځوس ډالرو په بدل کې تذکره ترلاسه کړي.همدارنګه، په روسي ، افریقایي او عربي هیوادونو کې میشتو افغانانو لپاره، د پېژندپاڼې ترلاسه کولو لګښت اویا ډالرو ته راټیټ شوی دی.د ورته اعلان له مخې په اروپا، متحده ایالاتو، کاناډا او آسټرالیا کې د هیوادوالو لپاره د پېژندپانې ترلاسه کولو لګښت یو سل او پنځوس ډالر ټاکل شوی دی.دا په داسې حال کې ده چې پخوا د هغه هیوادوالو لپاره چې په بهر کې په غیابي کې میشت وو د پېژندپاڼې ترلاسه کول دوه سوه ډالر لګښت درلود.