د پاکستان عوام ملي ګوند د یوه غړي وژنه
سنبله 31, 1404 16:50 Asia/Kabul
پاکستاني رسنیو په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پاکستان ملي عوامي ګوند د یو لوړ پوړي غړي میر اعظم د وژنې خبر ورکړی دی.
ویل کیږي چې ښاغلی میر اعظم په یوه وسله واله نښته کې وژل شوی دی.د داعش ترهګرې ډلې د برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.د خیبر پښتونخوا پولیسو ویلي چې د باجوړ ولایت په خزانه مور سیمه کې د عوامي ملي ګوند پر غړي برید شوی او وژل شوی دی.په همدې حال کې پاکستاني پولیسو د دغه هیواد په لویدیځ کې یوې ودانۍ کې د مرګونې چاودنې خبر ورکړ .دې چاودنه کې شاوخوا څلور ویشت کسان وژل شوي ویل کیږي چې چاودنه د پاکستاني طالبانو اړوند د چاودیدونکو توکو د ساتنې سیمه کې رامنځته شوې ده