سنبله 31, 1404 16:49 Asia/Kabul
  • په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني پوځ هوايي بریدونه

پاکستاني رسنیو په خیبر پښتونخوا ولایت کې د دغه هیواد د پوځ د هوايي برید راپور ورکړ.

په دغه ولایت کې خبري سرچینو وویل چې برید د تیرا درې په سیمه کې شوی او لږترلږه پنځه استوګنیز کورونه په نښه شوي دي.د برید له امله د مړو شمیر شل تنه اعلان شوی، او ویل شوي چې دا خلک ملکي وګړي دي.برید نن دوشنبه شاوخوا دوه بجې ترسره شو.خو د پاکستان پوځ وویل چې د برید هدف د اسلام آباد مخالفو وسله والو پټنځای و.په تیرو دریو کلونو کې په خیبر پښتونخوا ولایت کې ناامني مخ په زیاتیدو ده. د پاکستان د امنیتي مطالعاتو مرکز لخوا په یوه راپور کې ویل شوي چې پدې موده کې له زرو څخه زیاتو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې ډیری یې ملکي وګړي وو.