د لوړو زده کړو د سیستم بیاکتنې او ښه والي په اړه کنفرانس
هرات ولایت پرون د لوړو زده کړو د سیستم د کیفیت د ښه والي د بیاکتنې لپاره د یوې نړیوالې غونډې کوربه و.
په دې غونډه کې د سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزیر، ندا محمد ندیم، د پوهنتونونو د اکاډمیک ظرفیت لوړولو، د نصاب بیاکتنې او د نړیوالو تعلیمي معیارونو سره سم عمل باندې ټینګار وکړ.هغه وویل چې د کیفیت د تضمین د اغیزمن سیسټم پرته د افغانستان لوړې زده کړې د هیواد علمي او پرمختیایي اړتیاوې نشي پوره کولی.همدارنګه د هرات والي، نور احمد اسلام جار، د افغانستان په علمي وده کې د داسې پروګرامونو رول مهم وګاڼه او د سیمه ایزو او نړیوالو غونډو د دوام اړتیا یې ټینګار وکړ.د هرات د جامي پوهنتون مرستیال عتیق الله رحیمي اعلان وکړ چې په دې کنفرانس کې له درې سوه څخه ډیر علمي مقالې ترلاسه شوې، چې له هغې څخه به شپیته غوره شوي مقالې په دوو ورځو کې شریکې شي.د یادونې وړ ده چې د افغانستان د شلو ولایتونو د پوهنتونونو استادانو او همدارنګه د لسو بهرنیو هیوادونو استازو هم په دې علمي غونډه کې برخه اخیستې وه.