د هیواد زلزله ځپلو سیمو کې د ښځو وضعیت په اړه اندېښنه
سنبله 30, 1404 16:39 Asia/Kabul
د افغان ښځو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې خبرداری ورکړی چې زلزله ځپلې ښځې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي له نشتوالي سره مخ دي.
سوزان فرگوسن وویل چې د افغانستان په ختیځ کې د ځمکرېږد د قربانیانو له نیمایي څخه ډیر ښځې او نجونې دي او د ورک شویو کسانو شپیته سلنه جوړوي.هغې دا خبرداری هم ورکړ چې د زلزلې ځپلو سیمو ښځې اوږدمهاله ناورین سره مخ دي.د ملګرو ملتونو چارواکي کنړ ولایت ته خپل وروستي سفر ته په اشارې سره زیاته کړه چې په سیمه کې زیربنا ویجاړه شوې او ښځې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نلري.فرګوسن ټینګار وکړ چې دا وضعیت د ښځینه مرستندویه کارمندانو د شتون حیاتي اهمیت ښیې.دا په داسې حال کې ده چې سرپرست حکومت د ملګرو ملتونو په ادارو کې ښځې له کار کولو منع کړی دی.