سنبله 30, 1404 16:36 Asia/Kabul
  • امریکا ته د مادورو خبرداری او د ونزوئلا پر یوالي ټينګار

د وینزویلا ولسمشر امریکا ته خبرداری ورکړ، او اعلان یې وکړ چې د هغه هیواد تر بل هر وخت ډیر متحد دی او د خپلو خلکو د حاکمیت، سولې او ژوند دفاع به وکړي.

نیکولاس مادورو د هر بهرني تیري سره د مقابلې لپاره د خپل هیواد چمتووالي باندې ټینګار وکړ، او زیاته یې کړه چې هیواد به یې د ملي یووالي او زړورتیا سره د هر بهرني ګواښ ځواب ووایی، او د وینزویلا د خلکو امنیت او حاکمیت خپله سره کرښه ګڼي.په ورته وخت کې مادورو د یو پلان د پیل اعلان هم وکړ چې له مخې به یې وسله وال ځواکونه، د دوی تجهیزاتو او سرتیرو سره، هیوادوالو ته د وسلو کارولو روزنه ورکړي.