بنګلادېش سره د سیالۍ لپاره د کرکټ ملي ټیم نوملړ
سنبله 30, 1404 16:35 Asia/Kabul
د افغانستان کرکټ بورډ د بنګله دیش پر وړاندې د شپږو نړیوالو لوبو لپاره د ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړه.
دا لړۍ به درې شل اوریزې او درې یو ورځنۍ لوبې ولري او سږکال به د تلې په میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان کوربه وي.دا لړۍ به د تلې له لسمې څخه پیل شي او د دې میاشتې تر دوه ویشتمې پورې به دوام وکړي.د شل اوریزو برخې لومړۍ لوبه به د تلې په لسمه نیټه د شارجې په لوبغالي کې ترسره شي، او راتلونکې دوه لوبې به په ترتیب سره د تلې یوولسمه او دیارلسمه نیټه په همدې لوبغالي کې ترسره شي.له هغې وروسته دواړه لوبډلې به په زاید کرکټ لوبغالي کې د یو ورځنیو لوبو لپاره ابوظبي ته سفر وکړي.د دې برخې لومړۍ لوبه به د تلې شپاړسمه او نورې دوه لوبې به د تلې نولسمه او دوه ویشتمه نیټه ترسره شي.