د فرنګي غېږ نیونې نړوالې سیالۍ وروستۍ ورځ
سنبله 30, 1404 16:34 Asia/Kabul
د فرنګي غیږ نیونې د نړیوالو سیالیو په وروستۍ ورځ ایراني استازي دوه د سرو زرو او یو د سپینو زرو مډالونو د ګټلو چانس لري.
سیالۍ به نن شپه ترسره شي، او د ایران استازی محمد مهدي کشتکار به د نړۍ د برونزو مډال لپاره له خپلو سیالانو سره مخ شي.سعید اسماعیلي به د نړۍ د سرو زرو مډال لپاره د اذربایجان له حسرت جعفراف سره هم مخ شي.وروستی ایرانی استازی علی رضا محمدي دی، چې د اووه اتیا کیلوګرامه کې صربستاني الکساندر کوماروف سره مخ شي.د ایران فرنګي غیږ نیونې ټیم چې یوولس کاله وروسته یې په نړیواله اتلولۍ کې خپله اتلولي خوندي کړې تر دې دمه پنځه د سرو زرو، سپینو زرو او د برونزو مډالونه ګټلي دي.د فرنګي غیږ نیونې نړیواله اتلولۍ د کرواشیا زاګرب ښار لخوا کوربه توب شوې.