سنبله 29, 1404 16:37 Asia/Kabul
  • غزه تړانګه کې د اشغالګرو جنایتونو دوام

عربي رسنیو د غزې په مختلفو سیمو کې د صهیونیستي رژیم د پوځ د پراخو بریدونو په پایله کې نن سهار څخه تر ماسپښین پورې د لږ تر لږه څلویښتو فلسطینیانو د شهادت خبر ورکړی دی.

په غزه کې روغتیايي سرچینو هم د لسګونو فلسطینیانو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی.دا په داسې حال کې ده چې د غزې په ښار باندې د اشغالګرو بریدونه هم زیات شوي دي.په دې سیمه کې بشري وضعیت هم د اندیښنې وړ دی، او د فلسطیني کډوالو د مرستې ادارې یو ځل بیا په نړیواله ټولنه غږ کړی چې پر صهیونیستي رژیم فشار راوړي چې غزې ته بشري مرستې ورسوي.