د صهیونیستانو په وړاندې د مقاومت پر دوام د حزب الله ټینګار
سنبله 29, 1404 16:37 Asia/Kabul
په لبنان کې د حزب الله عمومي منشي په یوه وینا کې وویل چې صهیونیستي رژیم د خپل جرم او وحشت اوج ته رسیدلی دی، او ټوله سیمه سیاسي بدلون سره مخ ده.
شیخ نعیم قاسم په خپله وینا کې په سعودي عربستان غږ وکړ چې مقاومت سره یو نوی پړاو پرانیزي، او وویل چې موږ تاسو ته ډاډ درکوو چې د مقاومت وسلې صهیونیستي دښمن ته دي، نه د لبنان، سعودي عربستان، یا د نړۍ کوم بل ځای یا ګوند ته.د حزب الله عمومي منشي وویل چې په مقاومت فشار د صهیونیستي رژیم لپاره ځانګړې ګټه ده، او کله چې مقاومت نور شتون ونلري، نو دا پدې مانا ده چې نور هیوادونه به خپل وار واخلي.شیخ نعیم قاسم وویل چې مقاومت به د صهیونیستي رژیم او امریکا د هیلو پر خلاف دوام وکړي.