سنبله 29, 1404 16:35 Asia/Kabul
  • د هېواد زلزله ځپلو سیمو کې د ښځو وضعیت په اړه اندېښنه

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان په ختیځ کې زلزلې څخه د ژوندي پاتې شویو کسانو د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی چې د روغتیایی اسانتیاوو نشتوالی او پراخه بې ځایه کیدنه د ساري ناروغیو د زیاتوالي او ښځو او ماشومانو لپاره د جدي ګواښونو لامل شوې ده.

دغه بنسټ په یوه راپور کې ویلي چې په لنډمهاله استوګنځایونو کې ګڼه ګوڼه او پاکو اوبو ته محدود لاسرسی د شدیدې تنفسي او اسهال ناروغیو د پیښو د زیاتوالي لامل شوی دی.د راپور له مخې په ګڼه ګوڼه کمپونو کې ښځې او نجونې د خوندیتوب له زیاتو خطرونو سره مخ دي.همدارنګه لکه څنګه چې ژمی را نږدې کیږي، هغه کورنۍ چې په لرې پرتو او غرنیو سیمو کې د تودوخې تجهیزاتو پرته ژوند کوي له ډیر خطر سره مخ دي.