امنیت شورا پر ایران د بندیزونو د ځنډولو پریکړه لیک رد کړ
سنبله 29, 1404 16:35 Asia/Kabul
د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د ایران پر وړاندې د اټومي بندیزونو د لرې کولو د غځولو لپاره د سویلي کوریا لخوا وړاندیز شوي پریکړه لیک سره د لویدیځ مخالفت د هغې د تصویب مخه ونیوله. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دریو اروپایي هیوادونو لخوا د ماشې میکانیزم د فعالولو اقدام غیرقانوني، غیر عادلانه او پارونکی اقدام وباله.