سنبله 29, 1404 16:34 Asia/Kabul
  • روسیې د استونیا هوايي حریم د سرغړونې ادعاوې رد کړې

د روسیې دفاع وزارت د استونیا هغه ادعا رد کړې چې د روسیې جنګي جټ الوتکو د دوی له هوايي حریم څخه سرغړونه کړې ده.

دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي چې درې روسي جنګي جټ الوتکو د پلان سره سم له کارلیا څخه د کالینینگراد سیمې یوې هوايي اډې ته الوتنه وکړه، او دا الوتنه د نړیوالو هوايي حریم قوانینو سره په کلکه مطابقت کې ترسره شوه او د نورو هیوادونو له پولو یې سرغړونه نه ده کړې.تر دې مخکې پولنډ او رومانیا ادعا کړې وه چې د روسیې بې پیلوټه الوتکو د دوی له هوايي حریم څخه سرغړونه کړې ده.