د فرنګي غېږ نیونې نړیواله سیالۍ
سنبله 29, 1404 16:31 Asia/Kabul
د ایران د فرنګي غیږ نیونې ملي ټیم دوه د سرو زرو او یو د سپینو زرو مډالونه او د اتیا ټیمي نمرو سره د درجه بندۍ په سر کې راغی، لکه د آزادې غیږ نیونې سیالۍ په څیر نړیوال اتل شو.
د فرنګي غیږ نیونې د نړیواېل اتلولۍ لومړني څلور وزن کټګورۍ د وږي په اووه ویشتمه او اته ویشتمه نیټه د کرواشیا په زاګرب کې ترسره شوې.د لومړیو څلورو وزن کټګوریو په پای کې غلام رضا فروخي د دوه اتیا کیلوګرام وزن کټګورۍ کې د سرو زرو او امین میرزازاده د یو سل او دیرش کیلوګرام وزن کټګورۍ کې د سرو زرو مډال وګاټه، پیام احمدي د پنځه پنځوس کیلوګرام وزن کټګورۍ کې د سپینو زرو مډال وګاټه، او علیرضا عبدولي د اووه اویا کیلوګرام وزن کټګورۍ کې پنځم ځای خپل کړ.دا په داسې حال کې ده چې د ایران د آزادې غیږ نیونې سیالۍ هم نړیواله اتلولي خپله کړه.