سنبله 27, 1404 17:28 Asia/Kabul
  • طالبانو سره د نړیوالې ټولنې پر تعامل د ایرواني ټینګار

په ملګرو ملتونو کې د ایران اسلامي جمهوریت استازي امیر سعید ایرواني ویلي دي چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې طالبانو سره له اړیکو نیولو پرته بله چاره نلري.

هغه تیره شپه د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې دا مسله په افغانستان کې د بشري او اقتصادي بحرانونو د حل لپاره یوه اړتیا ده.هغه زیاته کړه: "بندیزونه باید د سیاسي فشار د وسیلې په توګه ونه کارول شي ترڅو د اقتصادي ثبات یا په کابل کې واکمنو چارواکو سره د اړیکو مخه ونیول شي. همدارنګه هغه افغان شتمنۍ چې په بهر کې بندې دي باید پرته له کوم شرط څخه خوشې شي ترڅو د دې هیواد د خلکو خدمت وکړي."په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د چین استازي هم سرپرست حکومت سره د اړیکو ساتلو او په افغانستان کې د یو ټول شموله حکومت جوړولو په اړتیا ټینګار کړی دی.هغه دا هم ټینګار وکړ چې په افغانستان کې ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د بشري مرستو زیاتوالی او د هڅو پیاوړتیا نوي افغان حکومت سره د اړیکو اړتیا رامینځته کوي.