سنبله 27, 1404 17:24 Asia/Kabul
  • د شانګهای په غونډه کې د کابل د څارونکي غړیتوب امکان

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د شانګهای همکارۍ سازمان کې کابل ته د څارونکي غړیتوب ورکولو پریکړه د سرپرست حکومت له سفیر ګل حسن سره په لیدنه کې اعلان کړه.

کابلوف وویل چې د شانګهای همکارۍ سازمان په وروستۍ غونډه کې د غړو اکثریت سرپرست حکومت ته د څارونکي دریځ ورکولو ملاتړ وکړ.د هغه په وینا دا مسله کولی شي د سازمان په راتلونکو غونډو کې د کابل استازو رسمي شتون ته لاره هواره کړي.د سرپرست حکومت سفیر ګل حسن هم د شانګهای همکارۍ سازمان په راتلونکو غونډو کې د افغانستان شتون حیاتي وګاڼه او دا یې سیمې سره د اړیکو د پراخولو لپاره یوه بنسټیزه اړتیا وبلله.